په پکتیکا ولایت کې د مرکز ښرنې – ارګون سړک د ترمیم او بیارغوونې چارې پیل شوې

kalim_admin
Mon, Nov 02 2026 10:44 AM
په پکتیکا ولایت کې د مرکز ښرنې – ارګون سړک د ترمیم او بیارغوونې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري په پکتیکا ولایت کې د مرکز ښرنې – ارګون پر مسیر له پي ار ټي څخه تر پیرکوتي پورې د ۵۰ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغوونې چارې د خصوصي سکټور سره د ۲۵ میلیونه او ۳۰۱ زره افغانیو په ارزښت قرارداد او د یاد ولایت ټولګټو ریاست رئیس محترم مولوي محمد اکبر عادل، سیمه ایزو مسوولینو او قومي مخورو په شتون کې عملاً پیل شوې.

په دغه پروژه کې د سړک د فرش د ترمیم تر څنګ د ۸  پایو پلونو، ۱۱ پایو پلګوټو او ۲۰۰ متره سړک غاړې ویالو د  ترمیم او بیارغوونې چارې شاملې دي، چې د ۸ میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ او سوداګریزو توکو  د لېږد رالېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS