د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د اوزبیکستان له سفیر سره وکتل

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۳:۴۸
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د اوزبیکستان له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د اوزبیکستان هېواد له سفیر محترم ایبک عثمانوف سره، د دغه وزارت د تخنیکي او اوسپنیزې کرښې د مرستیالانو په شتون کې په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي، تجارتي او ريلي اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې. 

په لیدنه کې دواړو لورو د حیرتان – مزارشریف د اوسپنیزې کرښې د ترمیماتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي توکو د لیږد رالیږد او د بلخ – هرات د اوسپنیزې کرښې د مطالعاتو په اړه مفصل بحثونه ترسره کړل.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۶
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې د روان کال په پلان کې شاملې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د ساتنې او څارنې او ترمیم په موخه په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې، د ۱ ملیارد او ۴۱۹. . .

BACK TO NEWS