د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت مرستیالانو د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۸:۳۰
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت مرستیالانو د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلي سره د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال محترم الحاج ملاعبد الحق آخند همکار په شتون کې وکتل او په یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

په یاده لیدنه کې د ابو نصر فراهي (میل ۷۸) سړک د شته ستونزو د هوارولو او د یادې پروژې د چارو د چټکتیا او بشپړولو په تړاو خبرې اترې وشوې. دغه پروژه د هېوادوالو او سوداګرو لپاره له مهمو پروژو څخه ده چې رغنیزې چارې یې د ایران هېواد له لوري له وړاندې پیل شوې وې او دا مهال روانې دي.

د ابونصر فراهي بندر له ایران سره د افغانستان له مهمو بندرونو څخه دی چې د میل ۷۸ سړک په بشپړېدو سره به له دې لارې د دواړو هیوادونو تر منځ راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي.

په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې په راتلونکي کې دیادې پروژې د بشپړولو په تړاو باید یوه صورت جلسه هم لاسلیک شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۷
Background image

د بامیان–دایکندي سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بامیان–دایکندي مسیر د ۵۷ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې تېره ورځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د ۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغوونې چارې د څه باندې ۲۷.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري په کاپیسا ولایت کې د صیاد پل څخه تر ګلدان چوک پورې د ۵ کیلومتره سړک د بیارغوونې چارې د ۲۷ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور سره قرارداد او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۵۴
Background image

د پنجشېر ولایت عمومي سړک د داغګیرۍ چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د پنجشېر ولایت عمومي سړک د ترمیم چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد او د پنجشیر ولایت د والي محترم الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د. . .

BACK TO NEWS