د بلخ ولایت د کشندې – پل برق سړک د جوړولو پروژه د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۳:۴
د بلخ ولایت د کشندې – پل برق سړک د جوړولو پروژه د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

د بلخ ولایت د کشندې ولسوالۍ د کشندې – پل برق سړک د جوړولو پروژه، چې ۱۸ کیلومتره اوږد والی لري رغنیزې چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له یوه ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د ډیزاین بلټ په بڼه قرارداد شوې دي او دا مهال د ۲۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري.

یاد سړک د کشندې ولسوالۍ مرکز اړوند د آق‌کپرک له سیمې څخه پیل کېږي او د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د پل برق تر سیمې پورې غځېږي. د دې پروژې په اوږدو کې د ۲ پایو پلونو، ۳۲ پایو پلګوټو او یوه معبر د جوړولو چارې هم شاملې دي.

د کشندې – پل برق سړک د بلخ ولایت له مهمو مواصلاتي لارو څخه شمېرل کېږي، چې د بلخ ولایت د کشندې او زارع ولسوالیو، او همدارنګه د سرپل ولایت د ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو د اوسېدونکو په تګ‌ راتګ کې مهم رول لري. دغه راز، دا سړک د سفید ‌خاک د ډبرو سکرو د کان استخراج، سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد را لېږد کې هم ځانګړی اهمیت لري.

د ټولګټو وزارت ژمن دی، چې د ترانسپورټي زیربناوو په جوړولو او پراختیا سره د هېوادوالو لپاره د خوندي او اسانه تګ ‌راتګ زمینه برابره کړي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۶
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې د روان کال په پلان کې شاملې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د ساتنې او څارنې او ترمیم په موخه په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې، د ۱ ملیارد او ۴۱۹. . .

BACK TO NEWS