د سالنګونو لويه لار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۴:۲۷
د سالنګونو لويه لار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لار چې يکشنبه د شپې ۱۱:۵۵ د دوامداره واورې، طوفان او د ليدلو ساحې د کموالي له امله د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ تړلې وه، نن چهارشنبه د سهار ۷ بجې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست د شته پرسونل او ماشينرۍ له خوا د کوچنيو او لويو مسافر وړونکو وسايطو پرمخ پرانیستل شوه.
په سالنګونو کې د واورې ضخامت په بیلا بیلو سیمو کې متفاوت دی چې شاو خوا له يو   متر څخه تر ۱۴۵ سانتي متره پورې رسیږي.

دا مهال د سالنګونو په بېلابېلو سيمو کې د واورې کمزوری اورښت جريان لري، د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست کاري ټيمونه هڅه کوي چې ياده لويه لار په بشپړه توګه پاکه کړي.

ټولګټو وزارت له درنو هیوادوالو او موټر چلوونکو څخه د ځان او مال د لا خونديتوب په موخه هيله کوي چې د ژمني توکو او تجهيزاتو د درلودلو ترڅنګ دې؛ له پوره احتياط څخه کار واخلي او د سالنګ د مسوولینو لار ښوونو ته دې په ټینګه پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده چې، په ځینو سیمو کې د واورې کمزوری اورښت جريان لري او د تېزې واورې او طوفان د بيا پيلېدو پر مهال به د سالنګونو لویه لار په وقفه يي ډول بیا و تړل شي.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۶
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې د روان کال په پلان کې شاملې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د ساتنې او څارنې او ترمیم په موخه په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې، د ۱ ملیارد او ۴۱۹. . .

BACK TO NEWS