د غزني ولایت اړوند د خوګیاڼیو ولسوالۍ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ۷۵۷ میلونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
د غزني ولایت اړوند د خوګیاڼیو ولسوالۍ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ۷۵۷ میلونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د غزني ولایت اړوند د خوګیاڼیو ولسوالۍ سړک د اساسي رغونې چارې د ۷۵۷ میلونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې نن د غزني ولایت د مرسیتال والي محترم حافظ عبدالرشید عمري، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم ملا عبدالولي طیب احمد او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پیل شوې.

یاد سړک ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د غزني ولایت له موی مبارک څخه پیل د خوګیاڼو ولسوالۍ څخه په تېرېدو د یاد ولایت تر جغتو ولسوالۍ پورې رسېږي او  په اوږدو کې یې د ۱۵۷ پایې پلګوټو او ۷۵۰ متره استنادي دېوالونو د رغونې کار هم شامل دی او کار به یې د ۲ کالو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.

د یادې پروژې د پلي کېدو په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي، او په بشپړېدو سره به یې د خوګیاڼیو ولسوالۍ د اوسېدونکو د تګ راتګ او د کرنیزو محصولاتو د لېږد ستونزې هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هېوادوالو د ترانسپورتي او ټرانزیټي ستونزو د حل په موخه د ګڼ شمېر رغنیزو پروژو چارې پیل کړې دي، چې دا مهال عملاً جریان لري.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۵۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه غار -دشت قلعې ۱۷ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال جریان لري

د تخار ولایت د خواجه غار – دشت قلعې  ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړک د جوړولو  پروژه د څه باندې ۶۵۸ میلیونه او ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

BACK TO NEWS