د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد رغنیزې چارې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۸:۳۷
د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد رغنیزې چارې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ټولګټو وزارت لخوا د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد رغنیزې چارې د ۳۲۶۳۲۶۸۴  افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې کار د ۲۴ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري.
دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د لویو لارو به اوږدو کې دا ډول مسجدونه رغول کیږي، چې په رغیدو سره به یې د مسافرینو ستونزې د پخوا په پرتله  هوارې او هیوادوال به په ارامه فضا کې د الله ﷻ عبادت او الهي فرایض ادا کوي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۶
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې د روان کال په پلان کې شاملې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د ساتنې او څارنې او ترمیم په موخه په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې، د ۱ ملیارد او ۴۱۹. . .

BACK TO NEWS