د قیصار ـ لامان سړک د لومړۍ برخې رغنیزې چارې ۶۸ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۲:۴۰
د قیصار ـ لامان سړک د لومړۍ برخې رغنیزې چارې ۶۸ سلنه کاري پرمختګ لري

د قیصار ـ لامان پروژه چې ټولټال ۲۳۳ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د افغانستان د حلقوي سړک بشپړونکي پروژه ده، دا سړک له بادغیس ولایت څخه پیل او تر فاریاب ولایت پورې غځيدلی دی چې اوس مهال یې دوه برخې تر کار لاندې دي

د یادې پروژې لومړۍ برخه چې ۳۴ کیلومتره اوږدوالی لري، د بادغیس له لامان درې څخه پیل او د د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار تر نږدې سیمو پورې رسېږي

د دې سړک دویمه برخه ۴۸ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د بادغیس له مرکز قلعه نو څخه تیرېږې او د یاد ولایت تر مقر ولسوالۍ پورې رسیږي

د یادې پروژې د جوړیدا لومړۍ برخه د آسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته د څه باندې ۳۶ میلیون ډالرو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي، چې پر ۳۴ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی سربیره؛ ۸ پایې پُلونه، ۱۰۵ پایې پُلګوټي او ۱۱۹۳۶ متره استنادي دیوالونه هم لري

د قیصار ـ لامان د حلقوي سړک پروژه د مهمو ټرانزیټي پروژو له ډلي څخه ګڼل کېږي او د افغانستان د حلقوي سړک برخه هم دی. چې د هېواد شمالي ولایتونه له لویدیځو او سویلي ولایتونو سره نښلوي

یاده دې وي، چې د دې سړک ۱۵۱ کیلومتره په تخنیکي او تدارکاتي پړاونو کې دا مهال قرار لري

دا پروژه د افغانستان لپاره خورا زیات اقتصادي او سوداګریز اهمیت لري، چې د رغنیز کار له بشپړیدو سره به یې نه یوازې د هېواد ولایتونه له یوبل سره ونښلي بلکي د سیمه ییز نښلون لپاره هم غوره مسیر ګڼل کیږي

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS