د میدان وردګ - لوګر د (۳۱.۶) کيلومتره نښلوونکي سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا په اقتصاد محوره پالیسي کې ټولګټو وزارت ځانګړی رول لري، د دې وزارت له لارې د هېواد د زیربناوو رغول او پراختیا نه یوازې د سوداګرۍ، کرنې او صنعت لپاره حیاتي ده، بلکې د ملي یووالي او د خلکو په ژوند کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هم کلیدي رول لري.
د ميدان وردګ - لوګر سړک دوې برخې او ټولټال (۳۱.۶) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د ميدان وردګ ولايت د (تنګي درې، قلعه امير څخه پيل؛ د آلوزي، دوغ آباد، شولک، او بابوس) سيمو څخه په تېرېدو د لوګر ولايت له مرکز پُل علم سره نښلول کيږي او رغنيزې چارې یې له دوو شرکتونو سره قرارداد شوې دي او دامهال عملاً جریان لري.
د یاد سړک لومړی برخه ټولټال (۱۷.۴) کيلومتره او دويمه برخه یې (۱۴.۲) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د دواړو برخو په اوږدو کې د ۱۲۰ پایې پلګوټو، یو شمېر استنادي دېوالونو او یو پایه لوی پل د رغونې کار هم شامل دی، چې له ډلې یې د ۲۴ پایې پلګوټو کار بشپړ شوی دی او پاتې نور یې ترکار لاندې دي.
د میدان وردګ – لوګر سړک د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونوکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او له رغېدو سره به یې درنو سوداګرو او هېواد والو ته د تګ راتګ او کرنیزو محصولاتو د انتقال په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.