د هیواد د سړکونو او لویو لارو د عمومي وضعیت څرنګوالی

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲ - ۱۴:۵۱
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د عمومي وضعیت څرنګوالی

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورونو په اساس، د هیواد د سړکونو  او لویو لارو عمومي وضعیت په لاندې ډول دی:

پکتیکا: د ښرنې ـ انګور اډې مسیر، چې د ارګون ولسوالۍ اړوند د یوه ٦ متره پلګوټي له امله تخریب شوی و، اوس مهال د ٦ سوه زره افغانیو په ارزښت د یاد پلګوټي د ترمیم کار جریان لري.

زابل: د شینکۍ ولسوالۍ سړک، چې د یوه پل د ویجاړیدو له امله بند شوی و، دا مهال د یوه استحکامي پل په جوړلو سره یې د بیرته خلاصولو کار په چټکۍ سره دوام لري.

نورستان: د شرقي نورستان سړک د پاکولو او خلاصون کار د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا په چټکۍ سره دوام لري.

پنجشیر: د سیلابونو له امله د درې ولسوالۍ د عبدالله خیلو په سیمه کې سړک د تک راتګ پرمخ بند دی.

همدارنکه، په خوست، میدان وردګ، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د ورستیو سیلابونو له امله د بندو لارو د پاکولو او پرانستلو او همدارنګه د پلګوټو د ترمیم کار په چټکۍ سره جریان لري.

ټولګټو وزارت له ټولو موټر چلونکو او لارویانو څخه غوښتنه کوي، چې پر سیلاب ځپلو مسیرونو کې دې د تګ راتګ په وخت کې له پوره احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي قوانینو ته دې پاملرنه وکړي، تر څو چاته ځاني او مالي زیان ونه رسیږي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ۳۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۴۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي له ۱۲مې څخه تر ۱۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۰۶۹۸۴) ټنه، د. . .

BACK TO NEWS