د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۴ - ۱۰:۲۸
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:


د سالنګ لویه لار: نن ورځ په سالنګونو کې د واورې اورښت دوام لري او یاده لار د ترافیکو پرمخ خلاصه ده، دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او له ټيلري موټرو پرته نور بار وړونکي موټر له شمال څخه جنوب ته تګ کولی شي. 

بدخشان: په دغه ولایت کې هم د واورې اورښت دوام لري، د یفتل – یاوان ولسوالۍ مسیر، د سرصفحه، د شیبر کلان او شیبر خورد کوتلونو مسیرونه د واورې ښوېدني له امله بند دي، چې د پاکولو کار جریان لري. 

بامیان: په بامیانو کې د پنجاب بازار – ابقول کرمان مسیر، د باد راوړي واوري له امله د تګ راتګ پرمخ په لنډ مهاله توګه بند دی، چې د پاکولو کار یې روان دی.

غور: دغه ولایت په ځینو برخو کې د واورې اورښت شته، چې ځینې مسیرونه یې د تګ راتګ پرمخ بند دي او د پاکولو کار یې جریان لري. 

میدان وردګ: په دغه ولایت کې د دویمې حصې ولسوالۍ لارې د پاکولو کار په دشت مزار سیمه کې جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې د هیواد نور ټول سړکونه او نښلونکي لارې د تګ راتګ پرمخ خلاص دي، د دغه وزارت ولایتي ریاستونه له شته ماشینري او پرسونل څخه په استفادې؛ د سړکونو او لویو لارو د پاکولو او پرانیستلو ساتلو لپاره بشپړ چمتوالی لري. 

...

2 اونی ۱ ورځ ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۳۳
Background image

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د ۲۴ کيلومتره نښلوونکي سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د ميدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد کړې وې، چې دامهال عملاً جریان لري.

دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۳:۳۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۹۹۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سنبلې له ۷مې تر ۱۳مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۹۹۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۹۵۱۶) ټنه، د. . .

BACK TO NEWS