د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د خوست د غلام خان بندر له مسیر څخه ليدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۴۳
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د خوست د غلام خان بندر له مسیر څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني خوست ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، چې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس یې ملتیا کوله؛ د خوست د غلام خان بندر مسیر له (بوري، باړي او ميداني) دريو هغو پلونو څخه لیدنه وکړه، چې د وروستيو سېلابونو له امله يې ځينې برخې ویجاړې شوې وې.

د ټولګټو وزارت محترم سرپرست وزیر د خوست ولایت د ټولګټو ریاست مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چې د یادو پلونو د رغونې په برخه کې دې ګوټلي ګامونه پورته کړي او د امکاناتو د نشتون په وخت کې دي له سروې او برآورد څخه وروسته موضوع له مرکز سره شریکه کړي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د لویو لارو، سړکونو او اوسپنیزو کرښو په بیارغونې سره درنو هېوادوالو او سوداګرو ته بشپړې آسانتیاوې برابرې کړي.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS