د کابل ولایت د ټولګټو ریاست نوي رئيس رسماً خپله دنده پيله کړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۴:۴۱
د کابل ولایت د ټولګټو ریاست نوي رئيس رسماً خپله دنده پيله کړه

د ټولګټو وزارت د وړانديز او د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله (۱۵/۱۲/۱۴۴۵) نیټې د (۶۱۱۱) ګڼې حکم په بنسټ، ښاغلی قاري حجت الله عباس، د کابل ولایت د ټولګټو ریاست (کابل زون) د نوي رئیس په توګه وټاکل شو، چې نن یې د وزارت د یو شمیر مرکزي رئیسانو او کابل ولایت د استازي په  شتون کې د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شو او رسماً يې خپله دنده پيل کړه.
په دغه مراسمو کې لومړی د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله حکم د ټولګټو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي انجنیر فضل الباري بلوڅ له لوري ولوستل شو.
وروسته ددغه وزارت یو شمېر رئیسانو په خپلو ویناوو کې؛ په اداراتو کې تغییر او تبدیل یو اصل وباله او زیاته یې کړه، چې د مشرانو اوامر پر ځای کول واجب دي.
په پای کې اړوند مسوولينو نوموړي ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۵۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه غار -دشت قلعې ۱۷ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال جریان لري

د تخار ولایت د خواجه غار – دشت قلعې  ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړک د جوړولو  پروژه د څه باندې ۶۵۸ میلیونه او ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

BACK TO NEWS