د کابل - کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو جوړولو لپاره د ځمکې د تثبیت په موخه د ګډ پلاوې سفر:

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۱:۳
د کابل - کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو جوړولو لپاره د ځمکې د تثبیت په موخه د ګډ پلاوې سفر:

د ا.ا.ا، د وزیرانو شورا د ۱۴۴۴ کال د ۲۹ ګڼه مصوبې، ۱ – ۲ بند او د عاليقدر اميرالمؤمنين د ۱۳/۱۰/۱۴۴۴ نیټې، ۳۵۸۴ ګڼه حکم سره سم، ټاکل شوې، چې د هېواد د لویو لارو په هر ۷۰ کیلومتري واټن کې یو محراب جومات له اړوند ملحقاتو سره ورغول شي.

په همدې موخه یو ګډ پلاوی، چې د کورنيو چارو، د کور او ښار جوړونې، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د ترانسپورت او هوايي چلند، د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو او د استخباراتو لوی رياست د استازو په ګډون یو ګډ پلاوی د ټولګټو وزارت د سړک د خوندیتوب او تمځایونو د رئیس محترم الحاج کنشکا نوري په مشرۍ، د جوماتونو د جوړولو لپاره د ځمکې د تثبیت په موخه میدان وردګ، غزني، زابل او کندهار ولایتونو ته سفر وکړ.

یاد پلاوې؛ له بررسي او څارنې ورسته، د ا.ا.ا، د کابینې د ۲۹ ګڼه مصوبې پر بنسټ، د کابل - کندهار لویې لارې په هر (۷۰) کیلومتري واټن کې، د (۶) محرابه جوماتونو د جوړلو په موخه (۶) ټوټې ځمکه تثبیت او ټاکلې ده، چې په میدان وردګو کې د یوه محراب جومات ځمکه، په غزني کې د دوه محرابه جوماتونو ځمکه، په زابل کې د دوه محرابه جوماتونو ځمکه او په کندهار کې د یوه محراب جومات ځمکه تثبیت او ټاکل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت څخه د تثبیت شویو ځمکو له رسمي انتقال ورسته به د یادو جوماتونو او اړوند ملحقاتو د جوړولو عملي کار به په نږدې راتلونکي کې پیل شي

د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر

...

2 کلونه ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د سړکونو د ارزونې په موخه په داسې حال کې سفر وکړ، چې دیاد ولایت والي محترم قاری احسان الله بریال، دیاد ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۷:۳۳
Background image

د سالنګونو لويې لارې د سړک د ځينو برخو د کښېناستلو اړوند ګنګوسې بې بنسټه دي

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د رياست الوزراء د عالي مقام د پلاوي او د د ياد وزارت د ځينو رياستونو رئيسان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۴۷
Background image

د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د ۹ وزارتونو او ادارو له مرستيالانو سره د. . .

BACK TO NEWS