د کندهار- ارزګان لویې لارې د ۲۰۹ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۴:۱۰
د کندهار- ارزګان لویې لارې د ۲۰۹ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

د کندهار- ارزګان لویې لارې د ۲۰۹ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې  چارې د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال محترم ملا عبد الغني برادر، د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملامحمد عیسی ثاني، د یاد ولایت د ټولګټو چارو د رئیس محترم مولوي عبدالهادي يعقوب، د لويديځ زون د پروژو مسئول محترم انجنير شير حسن خوشیوال، د خاکريز او ارغنداب ولسواليو ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او  یو شمېر نورو سيمه ايزو چارواکو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې.

د یاد سړک د ترمیم او بیا رغونه په دوو برخو کې چې، لومړۍ برخه یې د ۱۰۸ کیلو متره په اوږد والي سره له ارغنداب، خاکریز، او نیش ولسوالیو څخه په تیرېدو د کندهار لرغونی ولایت د ارزګان ولایت سره نښلوي چې دا مهال یې د ۱۰ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې چارې عملاً پیل شوې.

دغه راز د یاد سړک دویمه برخه چې ۱۰۱ کیلومتره اوږد والی لري؛ د ترینکوټ څخه پیل د دهراود ولسوالۍ تر چتو پُل سیمې پورې رسیږي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې ۱۰ کیلو متره سړک د اسفالټ اچونې لپاره آماده شي.

د یادونې وړده چې د یاد سړک په دواړو برخو کې د یو شمېر پُلونو او پلګوټو د ترمیم او بیارغونې کار هم شامل دی چې د سړک د رغونې چارې یې د ټولګټو وزارت او احسان حکیم ودانیز او سړک جوړونې شرک ترمځ قرارداد شوي دي.
 
دیاد سړک په رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او پردغه لویه لار تلونکي مسافران به د پخوا په پرته په آسانې سره تګ را تګ وکړي.
 

...

9 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

د بغلان ولایت اړوند د بوغابي کوتل د سړک د سیخ لرونکي کانکریټ اچولو کار د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټي اخیستنې ته وسپارل شو

 د ټولګتو ووزارت لخوا د بغلان ولایت اړوند، بوغابي کوتل د سړک  کار ۷۲ میلونه افغانیو په ارزښت د بغلان ولایت محترم والی، د یاد ولایت د ټولګتو ریاست رئیس او یو شمیر سیمه اییزو مسؤلینو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۵
Background image

د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د یو پایه فلزي پُل د بیا رغونې کار د څه باندې ۴.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او ګټې اخیستې ته و سپارل شو.

د ټولګټو وزارت لخوا د کندز ولایت په قلعه ذال ولسولۍ کې؛ د قلعه ذال فلزي پل د ترمیم کار د څه باندې ۴.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او د کندز ولایت د محترم والي د یاد ولایت د امنیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل - کندهار لويې لارې د پاتې برخو د ترمیم او بیا رغونې کار په بېلا بېلو نورو برخو وېشل کیږي

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یوشمېر رئیسانو او انجینیرانو یې ملتيا کوله؛ د راتلونکي کال په کاري پلان کې د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې. . .

BACK TO NEWS