د کونړ- نورستان عمومي سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې د څه باندې ۶۰۰ میلونه افغانیو په ارزښت پيل شوې
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال محترم الحاج معاون ملاعبدالجبار نورستان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د نورستان ولایت د والي محترم قاري ذين العابدين عابد، د یاد ولایت د ټولګټو د رئیس محترم مولوي احمد نبي او یو شمېر نورو سمه اییزو مسئولینو په شتون کې د کونړ- نورستان عمومي سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې افتتاح او پیل کړې.
دغه سړک چې، ۲۲ کیلو متره اوږد والی او ۹ متره پلنوالی لري دا مهال یې د بیا رغونې چارې په دوو لاټونو کې د ټولګټو وزارت لخوا د خصوصي سکټور سره د څه باندې ۶۰۰ میلونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوي چې د یو کال په موده که به یې کار بشپړ او ګټې اخیستې ته و سپارل شي.
همدارنګه د یاد سړک د پاتي برخو تخنيکي (د سروې او ډيزاين) چارې هم ترکار لاندې دي چې تر بشپړېدو وروسته به يې عملي چارې پیل شي.
د دغه سړک په ترمیم او بیا رغونې سره به د کونړ او نورستان ولایتونو د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر