د ګردیز ـ زرمت سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۴:۵
د ګردیز ـ زرمت سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

 د ټولګټو وزارت لخوا د ګردیز - زرمت عمومي سړک د قیر اچونې چارې پيل شوې.
یاد سړک د ۱۵ کیلومتره په اوږدلي سره د پکتیا ولایت له مرکز ګردیز څخه پیل د دغه ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې رسیږي او د هېواد جنوب ختیځ ولایتونه لکه ؛ پکتیا، پکتیکا او غزني له جنوب لوېدیځو ولایتونو لکه؛ زابل، کندهار او هرات سره وصلوي.
دغه سړک د ټولګټو وزارت لخوا د یو ودانیز او سړک جوړونې شرک سره د قرارداد له مخي رغول کیږي.
 د یادونې وړ ده؛ چې د دغې پروژې د چارو په بشپړيدو سره به د زرمت ولسوالۍ د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د پکتيا او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته به د ښوونې، لوړو زده کړو او روغتیایي اسانتیاوې را منځ ته شي.
 

...

۱ کال 8 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د بندو مسیرونو پاکولو او پرانیستلو چارې په چټکۍ سره جریان لري

سالنګونه: په سالنګونو کې د واورې تیز اورښت جریان لري او یاده لویه لاره د شديدې واورې د اورښت، طوفان، د لید ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه، تېره شپه د ماښام. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د ټولګټو سرپرست وزير له دوو شرکتونو سره د ميدان وردګ-لوګر د (۳۱.۶) کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړونونه لاسليک کړل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني د شاوخوا (۷۱۳) ميليونو افغانيو په ارزښت له دوو شرکتونو سره د ميدان وردګ-لوګر د (۳۱.۶) کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو. . .

BACK TO NEWS