ننګرهار: په تورخم بندر کې د ۱۱۰۰ متره سفالټ سړک د جوړولو او یوه پایه پل د ترمیم کار پیل شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۵ - ۱۲:۱۳
ننګرهار: په تورخم بندر کې د ۱۱۰۰ متره سفالټ سړک د جوړولو او یوه پایه پل د ترمیم کار پیل شو

د ننګرهار ولایت د ټولګټو ریاست له خوا په تورخم ګمرک کې د ۱۱۰۰ متره سفالټ سړک د جوړلو کار پیل شو.

د یاد سړک په جوړولو سره به په تورخم ګمرک کې د سوداګریزو توکو لیږد رالیږد اسانه شي او د مسافرو ترانسپورتي ستونزې به د پخوا په پرتله هواري شي.

همدارنګه، د دغه ولایت د ټولګټو ریاست لخوا د جلال آباد – تورخم پر سړک د مهمندرې ولسوالۍ په ډکه سیمه کې د سیلابونو له کبله د ویجاړ شوي پل د ترمیم کار هم پیل شو، چې د دواړو پروژو مالي لګښت د ا.ا.ا، له لوري ورکول کیږي.

...

6 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS