ټولګټو وزارت د فساد سره د جدي مبارزې لپاره د وړتیا لوړونې عملي او مسلکي کورس پیل کړ

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۰:۳۵
ټولګټو وزارت د فساد سره د جدي مبارزې لپاره د وړتیا لوړونې عملي او مسلکي کورس پیل کړ

د ټولګټو وزارت رهبري چې له فساد سره کلکې مبارزې ته ژمنه ده او تر دې مهاله یې ګڼې لاسته راوړنې هم درلودلې دي اوس مهال یې د داخلي تفتیش د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د عملي او مسلکي لارو چارو د زده کړې کورس پیل کړ

دا دوه میاشتنی کورس به یوه میاشت د ټولګټو وزارت د تفتیش څانګې د استادانو او دویمه میاشت به د مالیې وزارت د تفتیش د استادانو له خوا پر مخ وړل کیږي

د کورس پر مهال به ځوانو مفتیشینو او د تفتیش ادارې کارکوونکو ته د قوانینو، مقررو او طرزالعملونو د پلي کېدو او هغو لارو چارو ښودنه کیږي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره کارول کیږي تر څو په اغېزناکه توګه د تفتیش پړاونه بشپړکړی شي

هغوی ته به په دې کورس کې د علمي، حقوقي او تقنیني مسایلو د ور زده کولو تر څنګ په چارو کې د روڼتیا رامنځته کېدو او هېواد پالنې روحیه هم ورکول کیږي تر څو د آبادۍ په موخه غوره تفتیش وکړي

د ټولګټو وزارت د تفتیش ریاست د ‍۱۳۹۹ کال د تلې میاشتې راهیسې تر دې مهاله ۲۸ قضیې څېړلې چې له مخې یې ۳۷ کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پیژندلې

په یادو کسانو کې د سروې کوونکي له بست څخه نیولې بیا د مدیرانو، آمرینو، رییسانو او آن د معین تر کچې کسان شامل دي.

همدا رانګه په یاده موده کې ۵۳ کسان د افغانستان د ملکي خدمتونو د قانون له مخې تادیب شوي او تر څنګ یې اوس مهال ۳۷ نورې قضیې هم تر څېړنې لاندې لري.

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ تفریحي سیمې ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ۷۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د یو شمېر ځایي مسؤلینو په شتون. . .

BACK TO NEWS