په بادغيس ولايت کې د افغانستان د حلقوي سړک د یوې برخې کار پيل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۵:۱۶
په بادغيس ولايت کې د افغانستان د حلقوي سړک د یوې برخې کار  پيل شو

په بادغیس ولایت کې د افغانستان د حلقوي سړک د یوې برخې کار د یاد ولایت د ټولګټو د رئیس او یو شمېر سېمه ایزو  مسئولینو په شتون کې پیل شو.
د غه حلقوي سړک چې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري د ټولګټو وزارت او خپلواک کاظمي ودانیز او سرک جوړونې شرکت ترمنځ د معدن د استخراج په بدل کې قرارداد شوی دی، چې دا مهال یې چارې پیل او عملاً جریان لري.
د يادونې وړ ده چې د دغه سړک په بشپړېدو سره به د افغانستان د حلقوي سړک یوه برخه بشپړه شي، د هېواد لوېديځ ولایتونه به له شمالي ولايتونو سره و نښلول شي او د تجارتي توکو په لېږد رالېږد کې به د پام وړ اسانتياوې رامنځته شي.
 

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS