په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۶۰۷۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۹:۹
په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۶۰۷۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 په تېرو یوه اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۱۵ نيټې څخه د حمل تر ۲۱مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې (۷۶۰۷۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۱۲۴۰) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۲۶۸۱) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۰۳۵۶) ټنه او د خواف –هرات (۱۷۹۹) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۷۶۰۷۶) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیرو یوه اوونۍ کې (۱۳۴۴۰) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس، کینو او کچالو دي.
 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۶
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې د روان کال په پلان کې شاملې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د ساتنې او څارنې او ترمیم په موخه په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې، د ۱ ملیارد او ۴۱۹. . .

BACK TO NEWS