په دایکندی ولایت کې د ټولګټو وزارت لخوا د ۱۵میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ کیلو متره سړک د ترمیم او رغونې کار پیل شو!

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۳۴
دایکندی

د ټولګټو وزارت لخوا په دایکندي ولایت کې د ۱۴ کیلومتره سړک چې د یاد ولایت له لادوګگ تپې څخه پیل د پاتو ولسوالۍ تر پلستو سیمې پورې رسیږي او یاد ولایت د ارزګان له لارې د کندهار ولایت سره نښلوي، د ترمیم او رغونې کار یې په دو بیلابیلو لاټونو کې د ۱۵ میلونه افغانیو په ارزښت پیل شو.

د یادې پروژې لومړی لاټ د ۷.۲ کیلو کتره به اوږد والي سره د ۸۳۲۸۴۴۲ افغانیو په ارزښت او دویم لاټ یې د۶.۷ کیلو متره اوږد والي سره د ۶۶۷۱۵۵۸ افغانیو په ارزښت د دوه بیلابیلو سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوي چې د رغونې چارې یې رسماً پیل شوې او دامهال په سیمه کې کار عملاً جریان لري.

د یاد سړک په ترمیم او رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او د کرنیز توکو په لیږد را لیږد کې به د پخوا په پرتله د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوي ده.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال 4 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۰:۳۰
Background image

د کونړ- نورستان عمومي سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې د څه باندې ۶۰۰ میلونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال محترم الحاج معاون ملاعبدالجبار نورستان ولایت ته سفر وکړ او  هلته یې د نورستان ولایت د والي محترم قاري ذين العابدين عابد، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۴۱
Background image

د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې نوی مرستیال معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله)، د ۱۹/۳/۱۴۴۶ نیټې د ۱۳۱ ګڼې حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې نوی ټاکل شوی مرستیال محترم مولوي محمد اسحاق صاحب زاده، نن د یو لړ ځانګړو مراسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۳:۰
Background image

په ټولګټو وزارت کې د نبوي سيرت په وياړ پراخه غونډه ترسره شوه

په ټولګټو وزارت کې پرون د ماپښين تر لمانځه وروسته د ربيع الاول مبارکې مياشتې د فضيلت او نبوي سيرت د مطالعې په تړاو پراخه غونډه ترسره شوه.

غونډه چې د قران کريم په مبارکو آيتونو پيل شوه،. . .

BACK TO NEWS