پکتیکا: د ښرنې - انګور اډې لویه لار د غر ښویدنې له خاورو او تیږو څخه پاکه شوه
د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې – انګور آډې لویه لار، چې د ورستیو اورښتونو پرمهال د غرښویېدنې (ډبرو او خاورو) له امله خلکو ته د تګ راتګ پرمهال ترانسپورتي ستونزې رامنځته کړي وې، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینري او پرسونل لخوا پاک کاري شوه او یاده ترافیکي ستونزه هواره شوه.