پکتیا: د ګردېز - زرمت سړک د څلورمې برخې چارې له ۲۴ سلنه پرمختګ سره روانې دي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۱:۲
پکتیا: د ګردېز - زرمت سړک د څلورمې برخې چارې له ۲۴ سلنه پرمختګ سره روانې دي

د پکتیا ولایت د ګردیز - زرمت سړک څلورمه برخه چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري، اوس مهال یې رغنیز کار له ۲۴ سلنه پرمختګ سره دوام لري.

د ګردیز – زرمت سړک دا برخه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت ملي له بودیجې څخه ورکول کیږي.

د ګردېز زرمت سړک د دې برخې له جوړېدو سره به د زرمت ولسوالۍ د اوسېدونکو تر څنګ د پکتیکا ولایت اوسېدونکو ته هم ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي.

د زرمت ولسوالۍ له مرکز تعمیر بازار څخه د پکتیکا تر مرکز ښرنې پورې سړک له وړاندې جوړ شوی و، خو د ګردېز – زرمت سړک له بشپړېدو سره به نه یوازې ګردیز او ښرنه سره ونښلي بلکه پکتیا به له غزني ولایت سره هم وصل کړي.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۲۲
Background image

د ټولګتو وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت نوی ټاکل شوی مالي او اداري معین محترم قاري محمد یونس راشد، چې له دې وړاندې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال په توګه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ۳۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

BACK TO NEWS