لغمان: په قرغیو ولسوالۍ کې د کابل پر سیند د یوه ۱۰۰ متره کانګریټي پُل چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۱:۹
لغمان: په قرغیو ولسوالۍ کې د کابل پر سیند د یوه ۱۰۰ متره کانګریټي پُل چارې پیل شوې

دا کانکریټي پُل چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او د دوو لینونو په اندازه پلنوالی لري، د ټولګټو وزارت لخوا د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د کابل پر سیند، چې د الینګار او علیشنګ سیندونه هم ورسره یو ځای شوي دي جوړیږي.

د دې مهم پله د جوړېدو تړون د ټولګټو وزارت لخوا له یو خصوصي ودانیز شرکت سره لاس لیک شوی، چې د رغنیز کار پر مهال به یې د سیمې ګڼو خلکو ته کاري هم زمینه برابره شي.

دا سل متره پل چې د کرغیو ولسوالۍ په عزیز خان کڅ کې جوړیږي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار به، د یوه لنډ مسیر له لارې د کابل - جلال آباد له عمومي سړک سره ونښلوي چې له کبله به یې د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۲۲
Background image

د ټولګتو وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت نوی ټاکل شوی مالي او اداري معین محترم قاري محمد یونس راشد، چې له دې وړاندې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال په توګه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ۳۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

BACK TO NEWS