د مزار – حیرتان لويې لارې له شګو د پاکولو چارې ګړندۍ روانې دي

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۷:۲۱
د مزار – حیرتان لويې لارې له شګو د پاکولو چارې ګړندۍ روانې دي

د بلخ ولايت ټولګټو رياست له لورې د مزارشريف – حيرتان لويې لارې ډيری برخې له طوپانې شګو څخه پاکې او لا هم د پاکارۍ دغه چارې په چټکۍ سره روانې دي.

  د ورستيو تيزو بادونو له امله د یادې لويې لارې ځينې برخي طوپاني شګو لاندې کړي وې چې خلک يې له يو لړ ترافیکي ستونزو سره مخ کړي وو؛ د يادې ستونزې د حل په موخه  د بلخ ولايت ټولګټو ریاست د خپلې شته ماشينرۍ او پرسونل پر مټ دا لويه لاره د هر ډول ترافيکو پر مخ خلاصه کړه.

د مزار شريف ـ حیرتان لويه لاره د هېواد له مهمو ترانزيټي لويو لارو څخه شمېرل کيږي چې د مزار شريف ښار د حیرتان بندر له لاري له ازبکستان سره نښلوي.

د ټولګټو وزارت رسنېز دفتر

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۲۲
Background image

د ټولګتو وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت نوی ټاکل شوی مالي او اداري معین محترم قاري محمد یونس راشد، چې له دې وړاندې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال په توګه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ۳۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

BACK TO NEWS