لغمان: د ده زیارت پُل د ترمیم چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۱۰:۲۳
لغمان: د ده زیارت پُل د ترمیم چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

ټولګټو وزارت لخوا د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند د ده زیارت پل د ترمیم او بیارغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړي شوې دي. 

دا پُل چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۵ متره پلنوالی لري، د سختو سیلابونو له کبله ویجاړ شوی و، چې د سیمې اوسېدونکي یې د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ترانسپورتي ستونزو سره مخ کړي وو. 

د سیمې خلک د ټولګټو وزارت له لوري د دغه پُل په ترمیمولو او بیارغونه خوښ دي، چې د کار له بشپړېدو سره به یې د عمرزیي، غونډۍ، شمکت او ده زیارت سیمو په ګډون د ګڼو نورو کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او د لغمان مرکز مهترلام ښار ته به د پخوا په پرتله په اسانه او لنډه لار تګ راتګ وکړي. 

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS