د پنجشیر ولایت د عمومي سړک د پراخولو کار پیل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۰
د پنجشیر ولایت د عمومي سړک د پراخولو کار پیل شو

د پنجشیر ولایت د عمومي سړک د پراخولو کار، د دغه ولایت د یو شمېر سیمه اییزو مسؤولینو او قومي مخورو په شتون کې پیل شو.

د دغې پروژې د پیل په مراسمو کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس او د پنجشیر د ټولګټو ریاست وارسي کوونکي وویل، چې د یاد سړک د پراخولو کار د مرکز بازارک اړوند په تندي خواجه سیمه کې پیل شوی.

هغه همدارنګ زیاته کړه، چې د پنجشیر عمومي سړک په اوږدو کې کم سوره او تنګې ګولایاني شتون لري، چې د موټر چلونکو د لېدلو سیمه یې لنډه کړي او ډيری وخت د ترافیکي پيښو لامل کیږي.

د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس او د پنجشیر ولایت د ټولګټو ریاست وارسي کوونکي همدارازا همدارنګه څرګنده کړه، چې د دغه عمومي سړک زیان قبولونکي برخې له وړاندې تثبیت شوې دي او ګزارش یې ټولګټو وزارت ته استول شوی او بودیجه یې هم منظور شوې ده.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS