د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د جوزجان له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه:

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۳:۳۰
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د جوزجان له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه:

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د هیواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي، تېره ورځ د جوزجان ولایت له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست کړنې او تر کار لاندې پروژې او راتلونکي پلانونه یې وارزول، دغه راز یې د یاد ریاست د کار کوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له ماشینرۍ څخه هم لیدنه وکړه او مسؤولینو ته یې د غیر فعالې ماشینرۍ د ترمیم او مؤثرې ګټې اخیستنې او دغه راز د چارو د لا سمون په موخه مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۸:۳۹
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د دایکندي، غزني، کندز او میدان وردګ ولایتونو له یو شمېر مسئولینو او قومي مخورو سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج مولوي محمداسماعیل غزنوي، د دایکندي ولایت د والي محترم مولوي تورجان احمدي، د غزني ولایت د علماوو شورا رئیس، د کندز ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۵۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه غار -دشت قلعې ۱۷ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال جریان لري

د تخار ولایت د خواجه غار – دشت قلعې  ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړک د جوړولو  پروژه د څه باندې ۶۵۸ میلیونه او ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

BACK TO NEWS