ټولګټو وزارت د تخنيکي او مسلکي کسانو د جذب په موخه د شاو خوا ۴۰۰ تنو کډون کونکو څخه ازموینه واخیستله

ټولګټو وزارت وړ او مسلکی کسانو ته د کار سپارلو او د تخنيکي او مسلکي کدرونو د جذب په موخه ۲۲ مسلکي بستونه د آزادې سيالۍ له لارې اعلان ته ورکړي وو، چې شاوخوا د ۴۰۰ تنو کډون کوونکو څخه د صفرالمظفر په ۱۸ مه نیټه ازموینه واخیستل شوه.
دغه آزموینه چې د ټولګټو وزارت د یو شمیر مسؤلانو په شتون کې واخیستل شو د یاد وزارت تخنیکي معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح ګډون کوونکو ته ډاډ ور کړ چې دغه پروسه به په بشپړ شفافیت سره ترسره کیږي او زیاته يې کړه هغو کسانو چې په دغه ازموینه کې ډیرې نمرې تر لاسه کړې دي په اړوند برخه کې به په دنده وګمارل شي.
دغه راز محترم فاتح زیاته کړه چې که چیرې کوم ګډون کوونکی د ازموینې د پروسې په هکله شکایت لري، کولای شي چې د دریو ورځو په لړ کې خپل شکایت د اړوند مرجع سره شریک کړي.
د يادونې وړ ده چې ټولګټو وزارت د يادو ګدون کوونکو د ازموینې د پاڼو د ارزونې وروسته هغه کسان چې لوړې نمرې يې اخيستيې دي په اړوند بستونو کې به وګمارل شي.
د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د ياد وزارت د پروژو د ښه ترسره کېدلو لپاره ژمن، وړ او مسلکي کسان په دندو وګماري.