د منځني ختیځ هیوادونو د سیمه ییزې ریل پټلۍ ټولنې پنځه دېرشمه غونډه په ایران کې ترسره شوه

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۱۶
د منځني ختیځ هیوادونو د سیمه ییزې ریل پټلۍ ټولنې پنځه دېرشمه غونډه په ایران کې ترسره شوه

 د منځني ختیځ د اوسپنې پټلۍ ټولنې د سیمه ییز فورم (UIC RAME) پنځه دېرشمه غونډه د ایران په اسلامي جمهوریت کې د غړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو او د اوسپنیزې کرښې د نړیوالې اتحادیې د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم مولوي محمداسحاق صاحب زاده د یو پلاوي په مشرۍ د ا.ا.ا په استازیتوب ګډون او خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو ته د اشارې ترڅنګ زیاته کړه، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا، د روانو پروژو، د انتقالاتو پر زیاتوالي او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

هغه د سیمه ییزې همکارۍ، د توکو د لیږد رالیږد اسانتیاوو او د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او لویدیځو هېوادونو د نښلولو د څلور لارې په توګه د افغانستان د رول پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

د اوسپنې پټلۍ مرستیال زیاته کړه «په تېر کال کې د ننګونو سره سره، افغانستان د اوسپنې پټلۍ د جوړولو، ترمیم او مدیریت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، او زیاتې پروژې لکه د خواف-هرات اوسپنې پتلۍ د کارجریان، د مزار-هرات د اوسپنې پټلۍ سروې، د هرات-کندهار مسیر تفصيلي سروې او ډیزاین، د افغان-ترانس پروژه او د سیمه ییز دهلیز د اتصال فني مطالعات په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دي

همدارنګه، د غونډې په څنډه کې، د ټولګټووزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت د ریل پټلۍ ادارې له مشر ډاکټر جبار علي ذاکر سره وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو، د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ څخه د انتقالاتو د زیاتوالي او د دا ډول همکاریو د پراخولو په اړه یې خبرې او ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان فعال ګډون د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا او د سیمې د ټرانزیټ اتصال په برخه کې د اغیزمن رول لوبولو لپاره د هغه ژمنتیا ښیي.

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ تفریحي سیمې ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ۷۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د یو شمېر ځایي مسؤلینو په شتون. . .

BACK TO NEWS