د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٢ میلیارده او ٤٠ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي او ژر به پیل شي
د میدان وردګ ولایت د اوسېدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د ټولګټو وزارت د هڅو په پایله کې د دغه ولایت د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۲ میلیارده او ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې عملي چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
یاد سړک د میدان وردګ ولایت له چک ولسوالۍ څخه تر دایمیرداد ولسوالۍ پورې غځېدلی او د چک ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه تېرېږي، چې په اوږدو کې یې د یو شمېر مصنوعي ساختمانونو جوړول هم شامل دي. د دغه سړک په بشپړېدو سره به د دایمیرداد او چک ولسوالیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ او د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.
