د ایبک – روی‌دوآب سړک د اساسي رغونې قرارداد د څه باندې ۶۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۴
د ایبک – روی‌دوآب سړک د اساسي رغونې قرارداد د څه باندې ۶۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

د سمنګان ولایت د ایبک – روی ‌دوآب سړک چې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د اساسي رغونې قرارداد یې د ډیزاین بلډ په بڼه د ۶۴۱ میلیونه او ۶۷۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او دوو ساختماني او سړک جوړوونکو شرکتونو ترمنځ د ګډ مشارکت (JV) په ډول لاسلیک شو.

یاد سړک د سمنګان ولایت له مرکز، ایبک ښار څخه پیلېږي او د همدې ولایت تر روی ‌دوآب ولسوالۍ پورې غځېږي، چې ټاکل شوې ده د دوو کلونو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې قراردادي شرکتونو ته د کار د پیل رسمي مکتوب ورکړل شوی او د قرارداد د شرایطو له مخې مکلف دي چې د ۷۵ ورځو په موده کې د دې پروژې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې کړي.

د ایبک – روی ‌دوآب سړک د سمنګان ولایت له مهمو نښلوونکو سړکونو څخه دی، چې د خلکو تګ راتګ اسانه کوي، د ترانسپورټ وخت او لګښت کموي، د سیمې سوداګري پیاوړې کوي او د خلکو اقتصادي حالت د ښه کولو ترڅنګ د روغتیايي او تعلیمي خدمتونو لاسرسی هم اسانه کوي.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS