د ټولګټو وزیر د تخار له والي سره د ماوراي کوکچه سړک او ګڼو نورو پروژو په اړه لیدنه وکړه

mopw_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۵:۹
د ټولګټو وزیر د تخار له والي سره د ماوراي کوکچه سړک او ګڼو نورو پروژو په اړه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر د تخار له والي سره د ماوراي کوکچه سړک او ګڼو نورو پروژو په اړه لیدنه وکړه

د کب ۲۴مه، ۱۳۹۹

د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین د خپل کار په دفتر کې د تخار له والي عبدالله قرلق سره  وکتل.

په دې لیدنه کې د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال پوهنیار پاینده محمد انوري او په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي ډاکټر سیداشرف الدین هم ګډون درلود.

په لیدنه کې د تخار والي عبدالله قرلق سره له دې چې د ماوراي کوکچه سړک د کاري چټکتیا غوښتنه وکړه تر څنګ یې د تخار ــــ بدخشان او تالقانو ښار څخه تر چان او رستاق ولسوالیو پورې د سړکونو د رغونې او بیارغونې غوښتنه هم وکړه.

د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین د والي غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه او زیاته یې کړه چې ماورای کوکچه پروژه په شمال ختیځه حوزه کې له اقتصادي اړخه خورا ډېره ارزښتناکه ده او کار ته به یې جدي پام وشي.

 ماورای کوکچه سړک د شمال ختیځ دهلیز له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي چې د آی خانم بندر د خواجه غار، دشت کلا، خواجه بهاوالدین، ینګي کلا او چاه آب ولسوالیو له لارې د تخار ولایت له مرکز تالقانو ښار سره نښلوي.

د ټولګټو ښاغلي وزیر همدا راز د ملي او کړییزو سړکونو رغونه له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه وګڼله او د اکثرو پروژو له کاري کیفیت او چټکتیا څخه یې ډاډ ورکړ.

د ټولګټو وزارت ـــ کابل

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د هلمند ولایت د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي، چې دا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

BACK TO NEWS