د حيرتان اړوند نايب آباد سټيشن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۱۱:۳۶
د حيرتان اړوند نايب آباد سټيشن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې اړوند نايب آباد سټيشن (څلورم-پورټ) د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو اقتصادي چارواکو او ازبيکستان هيواد د ريل پټلۍ چارواکو په شتون کې په بشپړ ډول فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه په ياد ستيشن کې يولړ ځانګړي افتتاحيه مراسم جوړ شوي وو، چې پکې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر آخند، د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني، د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم ملا بخت الرحمن شرافت، د ازبيکستان هيواد د ولسمشر ځانګړي استازي او د ريل پټلۍ ادارې معاون او بلخ والي محترم الحاج محمد يوسف وفا ګډون کړی وو.
د مراسمو په پيل کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا برادر وويل: «اسلامي امارت د هيواد د اقتصادي پیاوړتیا او پراختیا په موخه د سيمه ييزو هېوادونو سره د افغانستان د نښلېدو بېلابېلې بدیلې لارې مومي.»
نوموړي زياته کړه، چې نايب آباد (څلورم-تمځای) د ځمکني ټرانسپورټي شبکې او سيمه ييز اتصال مهم او بنسټيز جز تشکيلوي، چې د اقتصادي پرمختګ ترڅنګ په ټولنيز پرمختګ کې هم د پام وړ رول لوبوي.
د هغه په وينا، د نايب آباد سټيشن په فعالېدو سره به ځايي تجارانو ته لازمې آسانتياوې رامنځ ته شي، د ريلي انتقالاتو فاصله به رالنډه شي او د نفتي او غير نفتي توکو د تخليې ځايونه به مشخص شي، چې مخکې دواړه يوازې په حيرتان پورټ کې تخليه کېدل. 
ورپسې د ټولګټو سرپرست وزير محترم ثاني صاحب په دې تړاو وويل: «الحمدلله! نايب آباد (څلورم-پورټ) له څو کاله ځنډ وروسته بیاځلې فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري.»
نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت غواړي د نایب‌ آباد د اوسپنيزې کرښې له لارې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سره د تجارتي توکو د لېږد-رالېږد په څلورلارې بدل کړي.
د هغه په خبره، په نږدې راتلونکې کې به د ازبیکستان هېواد ګډ تخنيکي پلاوی د افغان-ټرانس پروژې او جوزجان-فاریاب-بادغیس-هرات-نیمروز-فراه-هلمند-کندهار د حلقوي اوسپنيزې کرښې د تخنيکي موافقې په موخه افغانستان ته راشي او ان شاء الله دا کرښه به تر پاکستان پورې جوړېږي.
د اوسپنيزې کرښې مرستيال ښاغلي شرافت په دې اړه وويل: «اوس ددې وخت رارسېدلی دی، چې افغانستان د ګاونډيو هيوادونو په همکاري د نايب آباد په څېر معياري تمځايونه او اوسپنيزې کرښې جوړې کړي، ترڅو په دې توګه سيمه او نړۍ په هيواد کې دوامداره پانګونې ته را جذب کړو.»
د ازبيکستان هيواد د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي «عصمت الله يرګشوف» او د ريل پټلۍ ادارې معاون «رحمت الله رحمتوف» وويل: « نن يې ثابته کړه، چې هيواد يې د افغانستان د ريل پټلۍ معياري کولو ته ژمن دی او د افغانستان د ملي اقتصاد د لا پياوړتيا لپاره په ګډه هلې ځلې کوي.»
د مراسمو په پای کې د بلخ والي محترم وفا صاحب په خپله وينا کې وويل: «اسلامي امارت د ولس سره خپله هغه وعده ثابته کړه، چې د ګاونډيانو سره به د اقتصادي پياوړتيا په موخه ښې اړيکې ساتي.»
د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې ترميم چارې د تېر ۱۴۰۲ هـ.ش. کال په حوت میاشت کې د یو ازبیکستاني شرکت له لوري د ۶ ميلیونه او ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې وې، چې په ګټې اخیستنې سره به يې ريلي انتقالات او سوداګريز توکي د مزار شريف تر ښار پورې ورسيږي.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۳:۴۶
Background image

د فراه–فراه رود سړک د رغیزو چارو څخه د ټولګټو محترم وزیر لیدنه وکړه او د کارونو پر چټکتیا او کیفیت یې ټینګار وکړ

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا  محمد عیسی ثاني او ورسره مل پلاوي، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال د فراه ولایت د فراه – فراه رود سړک د اساسي رغونې پروژې له روانو چارو څخه لیدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۳۲
Background image

د ټولګټو وزیر د کندهار - هلمند لویې لارې د ترمیم او بیارغونې او د ګرشک – موسی کلا سړک د رغونې پروژو له کاري بهیر څخه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د کندهار - هلمند لویې لارې د. . .

BACK TO NEWS