د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد رحیم زي قراردادي شرکت رئیس خپل دفتر ته ور وغوښت او د یادې پروژې پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د پروژې د چارو د چټکتیا، د کیفیت د لا ښه والي او د ټولګټو وزارت د تخنیکي مشخصاتو سره سم د پروژې د بشپړولو په اړه د قراردادي شرکت مسؤل ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې، او ټینګار یې وکړ چې ټولې چارې باید په ټاکلي وخت او معیاري ډول ترسره شي.
د قراردادي شرکت مسؤل د وزارت معین ته ډاډ ورکړ چې د غزني–ښرنې سړک پروژه به د ټولګټو وزارت له تخنیکي معیارونو او ټاکلي مهالوېش سره سمه بشپړه کړي او د چارو د لا چټکتیا لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغې پروژې د چارو د ورو والی ( کندۍ) څخه درنو هېواد والو شکایت درلود او ویل یې چې د دغې پروژې چارې په پوره چټکۍ سره نه ترسره کیږي.
د یادې پروژې په اوږدو کې د هغو ټولو مصنوعي تأسیساتو د بیا رغونې او ترمیم چارې، چې زیاتې زیانمنې شوې وې، لکه پلونه، پلچکونه، معبرونه، استنادي دېوالونه او د سړک غاړې ویالې، بشپړې شوې دي.
همدارنګه، د سړک د فرش د ترمیمي چارو لپاره لازم چمتووالي نیول شوې دي او ټاکل شوې چې دغه چارې به د پروژې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.
د یادونې وړ ده چې د غزني–ښرنې سړک د ترمیم پروژه د ۴۵ کیلومتره په اوږدوالي، د څه باندې ۱۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت له لوري پلې کېږي، چې د غزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په اسانتیا او د سیمې په اقتصادي پراختیا کې مهم رول لري.
