د نیلي ښار دننه سړکونو د جوړولو چارې ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۱۱:۱۱
د نیلي ښار دننه سړکونو د جوړولو چارې ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري

د دايکندي ولايت د نيلي ښار دننه سړکونه، چې ۸.۸ کيلومتره اوږدوالى او ۱۴ متره سور لري تر څنګ پلي لارې، چې اوس مهال یې د جوړلو کار له ۷۰ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

دا پروژه د څه باندې ۶۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي، چې مالي لګښت يې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې پروژې پلې کیدل د دایکندي ولایت د اوسېدونکې اساسي غوښتنه او اړتیا وه، چې د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د دې ولایت د اوسېدونکو ګڼې ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او د ښاري ګڼې ګوڼې څخه د مخنیوي ترڅنګ به د چاپیریال د ښکلا په برخه کې هم اساسي رول ولوبوي.

...

6 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې 178421مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د کب/حوت میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۲۱مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې 178421  مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

BACK TO NEWS