د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د غور ولایت د والي له مرستیال، په ملي شورا کې د خلګو استازي، د ولایتي شورا رئیس او د حرکت او روښنايي لاری له یو شمیر غړو سره وکتل

mopw_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۹:۱۸
د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د غور ولایت د والي له مرستیال، په ملي شورا کې د خلګو استازي، د ولایتي شورا رئیس او د حرکت او روښنايي لاری له یو شمیر غړو سره وکتل

د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د غور ولایت د والي له مرستیال، په ملي شورا کې د خلګو استازي، د ولایتي شورا رئیس او د حرکت او روښنايي لاری له یو شمیر غړو سره وکتل

د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر انجنیر نجیب الله یمین، د غور ولایت د والي له مرستیال حبیب الله رادمنش، په ملي شورا کې د خلګو استازي، د ولایتي شورا رئیس، قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او د حرکت او روښنايي لاری له یو شمیر غړو سره د ۴۶ کیلومتره سړک د کار د پیل په اړه په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې وکړي.

هغوی په دې کتنه کې وویل، غور ولایت د کم انکشاف یافته ولایتونو له ډلي څخه ده، اسفالټ شوي سړکونه نه لري او له مرکز سره لږي مواصلاتي لارې لري، همدارنګه يې په ۱۴۰۰ مالي کال کې د ډیرو پراختیايي پروژو پلي کول، د سړکونو ساتنه او څارنه، د مواصلاتي لارو خلاصول او د ژمې په موسم کې د لارو پاکول، په ساحه کې د شرکتونو مالي ستونزې اوارول او د سړکونو د ساتني او څارني په موخه د غور ولایت د ټولګټو ریاست لپاره د ماشینرۍ زیاتوالي غوښتني وکړې .

د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر انجنیر نجیب الله یمین، په غور ولایت کې د ټولګټو وزارت د پروژو په اړه په تفصیل خبرې وکړي او وې ویل: " په غور ولایت کې د پراختیايي پروژو پلي کول زما د کارونو له لومړیتوبونو څخه ده".

د ټولګټو وزارت سرپرست زیاته کړه: " د غور ولایت د ۴۶ کیلومتره سړک تدارکاتي او تخنیکي مراحل بشپړ شوي او زه یې شخصاً تعقیبوم تر څو د یادې پروژې کار پیل شي". هغه همدارنګه مالي، تدارکاتو او تخنیکې برخو ته لارښونه وکړه چې د سړکونو د ساتني او څارني، د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ زیاتول، د قراردادي شرکتونو د ستونزو اوارولو او د وزارت له امکاناتو سره سم د خلګو غوښتنو ته په رسیدلو کې عملي ګامونه پورته کړي کړي.

هغه همدارنګه د غور ولایت له قومي مخورو څخه وغوښتل چې د پروژو د لومړيتوب، د هغو پلي کول او د سړکنو د ساتنې او څارنې په برخه د یوه منظم پلان په جوړولو کې له ټولګټو وزارت سره همکاري وکړي چې د هغوی لخوا ومنل شو او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یي ورکړ.

...

2 کلونه ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د سړکونو د ارزونې په موخه په داسې حال کې سفر وکړ، چې دیاد ولایت والي محترم قاری احسان الله بریال، دیاد ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۷:۳۳
Background image

د سالنګونو لويې لارې د سړک د ځينو برخو د کښېناستلو اړوند ګنګوسې بې بنسټه دي

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د رياست الوزراء د عالي مقام د پلاوي او د د ياد وزارت د ځينو رياستونو رئيسان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۴۷
Background image

د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د ۹ وزارتونو او ادارو له مرستيالانو سره د. . .

BACK TO NEWS