د کندز ولایت د چغه او آقتاش پلونو د ترمیم پروژه د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کندز ولایت د بنګي سیند پر سر د ۸۴ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو پلنوالي سره د چغه پل، او همدا رنګه د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي او ۸.۴ مترو په پلنوالي سره ده آقتاش پلونو د ترمیم چارې د ۱۲ میلیونه او ۵۰ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي او دا مهال یې کار د ۸۷ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري.
په دغې پروژې کې د دواړو پلونو زیانمنې او ویجاړې شوې برخې په اساسي ډول ترمیم او بیارغول کېږي. د دغه پروژې د پلي کېدو پر مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده، او په بشپړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې او د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه به برابره شي.
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیایي پروژو ترڅنګ، د دغو زیربناوو ساتنې او څارنې ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.
