هلمند:
د هلمند ولایت د ټولگټو ریاست له لخوا د ښکرگاه – کندهار او هلمند دوه لارې پورې د سړک دواړو لورو ته د هغو کندو او لښتو د ډکولو او هموارولو کار دوام لري، چې د اورښتونو پر مهال به اوبه پکې ډنډې شوې او د یاد سړک بدنې ته به یې زیان اړول.
ټولگټو وزارت هڅه کوي، چې د ولایتي ریاستونو له اړوند ماشينرۍ او پرسونل څخه په گټې اخیستنې سره د هیوادوالو ترانسپورتي ستونزې هوارې کړي.