په سیدکرم ولسوالۍ کې د یوه سړک رغنیزې چارې ۶۰ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۳:۲۶
په سیدکرم ولسوالۍ کې د یوه سړک رغنیزې چارې ۶۰ سلنه پرمختګ لري

دا کانکریټي سړک چې ۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د لوی خوړ له سرک څخه تر مچلغو کلي پورې غځیدلی، چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۶۰ سلنه پرمختګ سره په چټکۍ دوام لري.

د کانکریټي سړک یاده پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له څلورو سیمه ییزو پراختیايي شوراګانو سره تړون شوې، چې مالي لګښت یې د هېواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د دې سړک د رغنیز کار په بهیر کې د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۲۰۴۱۵ ورځې رامنځته شوي چې د کار له بشپړېدو سره به د ګوډ منګل، حاجي عزیز، میاداد، کرکی خېل او مچلغو کلیو اوسېدونکي د ګردیز- سیدکرم له عمومي سړک سره ونښلول شي.

د ټولګټو وزارت له لوري د پخو او اساسي سړکونو ترڅنګ د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د جغلي سړکونو پراختیایي چارې هم روانې دي، چې د خلکو د ټرانسپورټي ستونزو د هوارې ترڅنګ یې د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ کاري فرصتونه هم رامنځته کړي دي.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۸ میلیونه او ۶۱ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي چې دامهال د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره په منظم ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۸:۴۴
Background image

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار د یو پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار، د ننګرهار ولایت د نظرآباد په سیمه کې  د یوه پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې،  د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ، د ننګرهار ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۴۵
Background image

په چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳۳۸۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۰۵۴۶ټنه،. . .

BACK TO NEWS