د کمپنۍ له پُله د میدان وردګو تر دُراني بازاره د دویم لین سړک رغنیز کار ‌چټک شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۱۳:۲۹
د کمپنۍ له پُله د میدان وردګو تر دُراني بازاره د دویم لین سړک رغنیز کار ‌چټک شو

 

دا سړک چې ۲۴.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۱.۳ متره پلنوالی لري، د کابل ښار د پنځمې ناحیې له کمپنۍ پُل څخه پېل او د میدان وردګو ولایت تر دُراني بازار پورې غځیږي، چې اوس مهال یې رغنیز کار ته چټکتیا ورکړل شوي.

د دې سړک په اوږدو کې دری پُلونه، ۶۰ پآیې پُلګوټي، ۱۳۱۰ متره مکعب استنادي دیوال او ۸.۶۱۸ کیلومتره لښتي هم شامل دي، چې تر دې مهاله یې رغنیز کار له ۲۰.۴ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د یاد سړک رغنیز کار د څه باندې ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

دا پروژه د کابل ـ هرات لویې لارې د دویم لین سړک یوه برخه ده، چې ټولګټو وزارت یې په راتلونکې پلان کې تر کندهار ولایت پورې غځول په پام کې لري.

د یادونې وړ ده چې په دې پروژه کې د کمپنۍ دوه پلونه هم شامل دي چې هر یو یې ۵۶ کیلومتره اوږدوالی لري او اوس مهال د یوه پله رغنیز کار بشپړ شوی او ګټې اخیستنې ته چمتو دی؛ او پر بل یې کار دوام لري.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS