د خوست مرکز اړوند پنزایې کلي سړک د جوړولو چارې ۴۷ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۳:۲۱
د خوست مرکز اړوند پنزایې کلي سړک د جوړولو چارې ۴۷ سلنه کاري پرمختګ لري

د خوست ولایت مرکز اړوند پنزایې کلي سړک چې تر یو کیلومتر ډیر اوږدوالی لري اوس مهال یې د جوړلو چاري څه باندي ۴۷ سلنه بشپړې شوي.

دا سړک چې مالي لګښت یې د ټولګټو وزارت له پراختیایي بودیجې څخه کول کیږي، د جوړلو تړون يې له یو خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسليک شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې د پنزایې کلي سړک په جوړیدا سره به د بوڅيخېل، علیداییه او د میاخېلو کلي له خوست ښار سره ونښلي او د پخوا په پرتله به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۲۲
Background image

د ټولګتو وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت نوی ټاکل شوی مالي او اداري معین محترم قاري محمد یونس راشد، چې له دې وړاندې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال په توګه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ۳۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

BACK TO NEWS