د خوست او نورستان د ټولګټو ریاستونو لخوا ترسره شوي ورځني فعالیتونه:

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۰:۳۱
د خوست او نورستان د ټولګټو ریاستونو لخوا ترسره شوي ورځني فعالیتونه:

د ټولګټو وزارت د خوست او نورستان ولایتونو ټولګټو ریاستونو د ورځنیو فعالیتونو په لړ کې له شته ماشینري او اړوند فني او تخنیکي پرسونل څخه په مؤثرې ګټې اخیستنې سره لاندې فعالیتونه ترسره کړي.

 

خوست:

د خوست ولایت د موسی خيلو ولسوالۍ اسفالټي سړک چې د ورستیو سیلا بونو د پاتې شونو له امله ډک او خلکو ته یې ترانسپورتي ستونزې رامنځته کړي وې، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.

 

نورستان:

د نورستان ولایت عمومي سړک، چي په چتراس سیمه  کې د غر ښویېدني له امله د ترافیکو پرمخ بند او خلکو ته یې ستونزې را ولاړې کړي وې، د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینري او فني پرسونل لخوا له خاورو او ډبرو څخه پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۲۲
Background image

په بدخشان ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بدخشان ولایت د اوسېدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه په یاد ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.

یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۱۹
Background image

د سالنګونو پر لویه لار د یو ۵۸۰ موټر د چپه کیدو له امله یوشمېر هېواد وال شهیدان او ټپیان شوي دي

تیره شپه ۲:۰۰ بجې د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې یو ۵۸۰ ډوله موټر، چې له شمال له خوا جنوب لوري ته پر لاره وو د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له اصلي مسیر. . .

BACK TO NEWS