د زابل ولایت د څلورو ولسوالیو لار هواره او جغل شوه

mopw_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۴:۵۴
د زابل ولایت د څلورو ولسوالیو لار هواره او جغل شوه

د زابل ولایت د څلورو ولسوالیو لار هواره او جغل شوه

لیندۍ ۲۵، ۱۳۹۹

د زابل او شینکۍ ولسوالۍ تر منځ لار چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي و او د څو دقیقو مزل به یې په څو ساعتونو کې کولو هواره او پراخه شوه.

د زابل ولایت د ټولګټو ریاست له خپلې ماشینزۍ څخه په ګټې اخستنې سره د سره غره د ډب کوتل لس کیلو متره لار چې خورا ډېره ورانه وه هواره، پراخه او جغل کړه.

یاده لار څلور ولسوالۍ ( اټغر، نوبهار، شینکۍ او شملزي) له مرکز قلات ښار سره نښلوي چې وړاندې یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو او خپل ناروغان او حاصلات به یې پر وخت تر ټاکلي ځای پورې نشوی رسولی، خو دا مهال یاده لار جوړه او خلک خوشاله دي.

ټولګټو وزارت

...

8 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د حمل مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۷۷۹۸۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۲۹۵۲ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د پنجشېر – تخار د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د هېواد د اقتصادي ودې او بیارغونې د پلان له مخې، د پنجشېر – تخار سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د غزني ولایت اړوند د خوګیاڼیو ولسوالۍ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ۷۵۷ میلونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د غزني ولایت اړوند د خوګیاڼیو ولسوالۍ سړک د اساسي رغونې چارې د ۷۵۷ میلونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې نن د غزني ولایت د مرسیتال. . .

BACK TO NEWS