په خوست کې د یوه اوسپنیز کانکریټي پُل رغنیز کار دوام لري

دا اوسپنیز کانکریټي ګاډري پُل چې ۸۴ متره اوږدوالی لري، د خوست ولایت په دومانده ولسوالۍ کې د خویخیلو په کلي کې جوړیږي، چې تر دې مهاله یې رغنیز کار ۶۰ سلنه بشپړې شوي
د یاد پُله رغنیزې چارې د څه باندې ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بوديجې څخه ورکول کیږي
د یاد پُله د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د خویخیلو کلي په ګډون، د ګڼو نورو کلیو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزي هواري تر پخوا کمې شي، همدارنګه د دې پروژې د رغنیز کار پرمهال به، د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۷۰۲۷ کاري ورځي هم رامنځته شي