ټولګټو وزارت د فساد د قضيو څېړلو په اړه له لويې څارنوالۍ سره هوکړه وکړه

Anonymous (not verified)
Sun, May 23 2021 3:42 PM
ټولګټو وزارت د فساد د قضيو څېړلو په اړه له لويې څارنوالۍ سره هوکړه وکړه

ټولګټو وزارت د فساد د قضيو څېړلو په اړه له لويې څارنوالۍ سره هوکړه وکړه د ټولګټو وزير انجينر نجیب الله يمين تيره ورځ د لويې څارنوالۍ له سرپرست ‌ ذبيح الله کليم سره د فساد اړوند قضیو د څېړنې په اړه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي وزیر د لويې څارنوالۍ له سرپرست څخه غوښتنه وکړه چې په ټولګټو وزارت کې د فساد د ټولو قضیو څېړولو لپاره باید یو ګډ پلاوی جوړ او پر کار پیل وکړي.

د لیدنې پر مهال هوکړه وشوه چې د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې مخکنۍ او اوسنۍ د فساد اړوند ټولې قضیې باید په جدي او شفاف ډول وڅېړل شې تر څو په فساد ککړ کسان عدلي او قضایې اورګانونه ته ور وپيژندل شې.

د ټولګټو وزارت له سترو موخو څخه یوه هم د فساد پر وړاندې جدي مبارزه ده چې د نوې رهبرۍ له خوا یې مخکې هم په اړه کوټلي ګامونه اخستل شوي دي.

.بايد وويل شې چې ټولګټو وزارت څه موده وړاندي هم ګڼ شمير کارمندان په خپلو دندو کې د ناغيړۍ او فساد په تور له دندو ګوښه او لري کړل چې دا لړۍ لا هم دوام لري

.

8 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS