د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ د سړک رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي

Anonymous (not verified)
Thu, May 27 2021 11:18 AM
د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ د سړک رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي

دغه سړک د ټولګټو وزارت له لوري په پاخه او اساسي ډول له ابل دوکان څخه د ګذره ولسوالۍ تر سمنت پروژې پورې د ۱۱ کیلومټرو په اندازې رغېږي.

د یادې پروژې د جوړېدا تړون د څه باندې ۱۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له یو خصوصي ودانیز شرکت سره تړل  شوی، چې مالي لګښت يې د هېواد له ملي بوديچې څخه ورکول کيږي تردې مهاله یې رغنیزې چارې ۳۵ سلنه کاري پرمختګ لري

د یادولو وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړیدا سره به ګڼ شمېر کلي لکه، آخندان، ګل بافها، ده تپه، چهار کفتر خان، وکیل، جمالزی او د کلاته کلي سره ونښلي.

د همدې سړک له بشپړېدا سره سم به ۹۲۵۰ کورنۍ په مستقیم او شاوخوا ۳۰۰۰۰ نورې کورنۍ په غیر مستقیم ډول د سړک له ګټو برخمنې شي.

هیره دې نه وي، چې د دې پروژې په بشپړیدا سره به د سړک په شاوخوا کې د شته خلکو ګڼې ستونزې هم هوارې شي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

8 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS