د لویو لارو د خط اچونې، د ترافیکي لوحو د نصب او د غیر ضروري لوحو د لیرې کولو په اړه د ټولگټو وزارت خبرتیا:

media_admin
Wed, Mar 01 2023 1:05 PM
د لویو لارو د خط اچونې، د ترافیکي لوحو د نصب او د غیر ضروري لوحو د لیرې کولو په اړه د ټولگټو وزارت خبرتیا:

ټولگټو وزارت د سړکونو د مصؤنیت او تمځایونو ریاست، د افغانستان اسلامي امارت د ۲۴/۹/۱۴۴۴ هـ ق، نیټې د کابینې د (٣٢) گڼه مصوبې د څلورم بند او د ریاست الوزراء د عالي مقام د ۲۶/۳/۱۴۴۴ نیټې، د ٨٩٨ گڼه حکم پربنسټ؛ د جوړي شوې طرحې (د ترافیکي پېښو او بې نظمیو د مخنیوي طرحه) د تطبیق په موخه؛ د ترافیکو د محترم ریاست په همکارۍ د هیواد په ٢٨ ولایتونو کې د ترافیکي نښو او لوحو نصب، د غیر ضروري لوحو ټولول، د مقعرو او محدبو هیندارو د نصبولو په موخه د مقدماتي سروې چارې بشپړې کړي او په ٤ نورو ولایتونو کې لا هم دوام لري. 

د یادې طرحې هغه برخې چې ټولگټو وزارت اړوند دي، د مالي تمویل په موخه مالیې وزارت ته لیږل شوې، چې د بودیجې له تمویل سره سم به یې د ترافیکو ریاست او د ولایتونو د ښارولیو په همکاري عملي کار پیل شي.

ټولگټو وزارت د هیوادوالو د ځاني او مالي زیان د مخنیوي او د غیر فعالو عایداتي سرچینو د فعالولو په موخه په صعب العبور مسیرونو (د کابل ۔ جلال آباد لویې لارې په ماهیپر سيمه کې د کابل ۔ گردیز لویې لارې په تېرې کوتل سیمه کې، د گردیز ۔ خوست لویې لارې په سټو کنډو سیمه کې، د سالنګونو او کابل ۔ کندهار) لویو لارو په اوږدو کې د لنډمهالي تمځایونو د جوړولو طرحه هم چمتو کړي او د بودیجې د تمویل په موخه مالیې وزارت ته استول شوې، چې له تمويلېدو سره سم به یې د تطبیق کار پیل شي.

ټولگټو وزارت، له ټولو درنو هیوادوالو څخه غواړي، چې د لویو لارو په اوږدو کې دې د غیر ضروري لوحو له نصبولو څخه ډډه وکړي او شته غیر ضروري لوحې دې له لویو لارو څخه لیرې کړي او له دغه وزارت سره دې د یادې طرحې په تطبیق کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده؛ که چیري د لویو لارو په اوږدو کې د شرکتونو او اشخاصو له لوري غیري ضروري او غیر قانوني لوحې نصب کړي او یا شته لوحې لېري نه کړي، د ټولگټو وزارت ولایتي ریاستونه به یې د ولایتونو د ترافیکو او اړوند ښاروالیو سره په همغږۍ د را ټولولو اقدام وکړي.

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS