د سمنګان ولایت د حضرت سلطان پُل د ترمیم او بیا رغونې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتیا!

ashraf_admin
Tue, Mar 07 2023 2:45 PM
د سمنګان ولایت د حضرت سلطان پُل د ترمیم او بیا رغونې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د سمنګان ولايت د ټولګټو ریاست د دغه ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند دپُل کلان د ويجاړو شویو برخو د اساسي ترميم او بيارغونې چارې پيل کړې او د کار تر بشپړېدو پورې يې یاد مسیر د ترافيکو پرمخ تړلی دي. په همدې اساس د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست بدیلې لارې چمتو کړي چې زموږ ګران هیوادوال او محترم موټر چلوونکي کولای شي د یادې پروژې تر بشپړیدو پورې ترې ګټه واخلي او په یادو لارو تګ راتګ وکړي:

کوچني او مسافر وړونکي موټر: د کابل – مزارشریف مسیر او برعکس یې، د حضرت سلطان پُل ته نږدې د سیند ترمنځ فرعي سړک .

د کابل – مزار شریف مسیر بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر کولی شي، د ډبرو سکرو د نوي مارکیټ له لارې چې د ایبک ښار له ترافیکو چوک څخه په ۱۶ کیلومترۍ کې موقعیت لري او همدارنګه د مزارشریف – کابل مسیر مسافران د حضرت سلطان ښارګوټي د آسیاب اباد فرعي مسیر څخه تګ راتګ کولی شي.

 د سمنګان ولایت ټولګټو ریاست له ټولو درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه غوښتنه کوي چې پر دې لارو د تیریدو پر مهال ترافیکي قوانین مراعات کړي او د ښاریانو خوندیتوب په پام کې ونیسي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS